د هنګري صدراعظم او د اروپايي ټولنې د کميسيون مشرې پر روسيې د نورو بنديزونو په اړه خبرې کړي
CMG2022/05/10 12:04:02
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د هنګري لومړي وزير ويکتور اوربن د مې په ۹ مه نېټه په بوداپيست کې د اروپايي ټولنې د کميسيون له رئيسې اورسولا ون درلين سره کتلي او پر روسيې د دې ټولنې د نويو بنديزونو په اړه يې ورسره خبرې کړې دي. دواړو خواوو ويلي، چې په يادو خبرو کې يې پرمختګ کړی، خو موافقې ته نه دي رسیدلي.

اورسولا ون دلين پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې له اوربن سره يې خبرو اترو کې پر روسیې د بنديزونو او د انرژۍ امنيت مسئلې روښانه کړې دي.

نوموړې زياته کړې، چې دوی په خبرو اترو کې پرمختګ کړی، خو نورو کارونو ته لا هم اړتيا ليدل کيږي.

د هنګري بهرنيو چارو وزير پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې اورسولا ون دلين سره يې پر هنګري د هغو تدبيرونو د اغېزو په اړه خبرې کړي، چې پر روسيې يې د شپږم پړاو بنديزونه لګولي دي.