د نړيوال پرمختګ نوښت د ملګرو ګروپ لوړپوړې غونډه پرانیستل شوه
CMG2022/05/10 11:43:31
شريکول:

د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د مې په ۹مه نېټه له بېجینګ څخه د نړيوال پرمختګ نوښت د ملګرو ګروپ د جګپوړې ويډيويي غونډې په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې رئیس شي جين پينګ د تېر کال په سپتمبر کې د ملګرو ملتونو په اسمبلۍ کې د ګردې نړۍ پرمختګ وړاندیز وکړ او موخه يې دا ده، چې نړیوال پرمختګ وهڅول شي او تر ۲۰۳۰م کال پورې د نړيوال دوامدار پرمختګ د موخې د پوره کولو لپاره حیاتي ځواک برابر شي.

د شي جينګ پينګ دغه وړاندیز د څه باندې سلو هېوادونو ملاتړ  څرګند کړی او ۵۳ هېوادونو يې په ياد ګروپ کې ګډون کړی دی.

وانګ يي په خپلو خبرو کې د ياد وړاندیز د ژور تطبیق لپاره ۴ نظرونه بيان کړل.

لومړی، د نړيوال پرمختګ نوښت د ملګرو ګروپ غړي باید د ۲۰۳۰م کال اجنډا لپاره نړیوالې همکارۍ عملي کړي. دوهم، ياد ګروپ باید د ګردې نړۍ پرمختګ د هڅولو لپاره ګټوره زمینه برابره کړي. درېیم، د نړيوال پرمختګ نوښت د ملګرو ګروپ غړي هيوادونه بايد د ګردې نړۍ پرمختګ لپاره مساوي او برابرې همکاریزې اړیکې ټينګې کړي. څلورم، د دې ګروپ غړي هيوادونه باید د ملګرو ملتونو مرکزي او لارښوونکی رول په پام کې ونيسي او ښې چارې دې ترسره کړي. (هیله)