د چین د کمونیستي ځوانانو لیګ د جوړېدو د سلمې کلیزې لمانځغونډه د مې په ۱۰مه نېټه د بېجینګ د خلکو په لوی تالار کې ترسره شوه. د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون رئیس شي جين پينګ په دغه غونډه کې ګډون او مهمه وینا وکړه.
د مالوماتو له مخې، د یاد لیګ د غړو شمېر د ۲۰۲۱م کال تر پایه پورې ۷۳ میلیونو او ۷۱۵ زرو ته رسېدلی و.
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې هیله وښوده، چې دغه لیګ به د چیني ځوانانو د فکري ښوونې لارښوونکی رول او د کمونیست ګوند او ځوانانو ترمنځ د اړیکو د ټينګښت لپاره د پل رول ولوبوي. (هیله)