د ترکيې ولسمشر: ترکيه او قزاقستان به خپلمنځې سوداګريز حجم ۱۰ميليارډو ډالرو ته پورته کړي
CMG2022/05/11 11:49:58
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د مې په ۱۰ مه نېټه د دغه هېواد په پلازمينه انقره کې د قزاقستان له ولسمشر قسيم جومارت توقايف سره د خپلمنځي اړيکو او د اوکراين مسئلې په اړه خبرې کړې دي.

اردوغان په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې د ترکيې او قزاقستان د ۲۰۲۱ م کال د سوداګرۍ حجم له ۵ ميليارډو او ۳۰۰ ميليونو ډالرو څخه زيات و او د وړم کال په پرتله يې ۵۸ سلنه زياتوالی ښوده.

نوموړي هيله ښودلې، چې دواړه هيوادونه به هڅې وکړي، د خپلمنځي سوداګرۍ حجم ۱۰ ميليارډو امريکايي ډالرو ته ورسوي.

توقايف د روانې مياشتې په ۱۰ مه نېټه انقرې ته تللی او له دغه هيواد څخه يې دوه ورځنۍ رسمي ليدنه پيل کړې ده.

توقايف په لومړي ځل ترکيې ته په رسمي سفر تللی دی.