د امریکې پولي تګلارې به پر نړیوال اقتصاد بدې اغېزې وکړي
CMG2022/05/11 11:34:30
شريکول:

د امریکې فدرالي زېرمې کمېټې تېره اوونۍ د سود يا ګټو د ۵۰ بنسټيزو ټکو  د لوړولو اعلان کړی او ويلي يې دي، چې له راتلونکي جون څخه به د پورونو لېست کم کړي.

يادې ادارې ويلي، چې له دغو تدبیرونو يې موخه دا ده، چې د تنګو پولي تګلارو په مټ له لوړ انفلاسیون يا پيسو پړسوب سره مقابله وکړي.

 نړیواله ټولنه اندېښنه ښيي، چې د امريکې د فدرالي زېرمې کمېټې ياده پرېکړه به پر نړيوال اقتصاد بد سیوری وغوړوي او يو ځل بیا به نړيوال پولي بازار وځپي.

   امریکې مخکې نرمې پولي تګلارې غوره کړې وې، چې له امله يې د توکو بیې زیاتې لوړې شوي، خو اوس یې بل ګام پورته کړی او په لوی لاس یې پولي تګلارې بدلې او تنګې تګلارې يې غوره کړې دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، چې امريکا په دغه شان کړو وړو د ډالرو تسلط غواړي او نړۍ له بحران سره مخ کوي او هغو نويو اقتصادونو ته به ډېر زيات زيانونه ورسوي، چې اوس د کرونا وبا له منفي اغېزو څخه راوتلي دي. (هیله)