شي جين پينګ د فرانسې له ولسمشر امانويل ماکرون سره ټيلېفوني خبرې وکړې
CMG2022/05/11 11:06:08
شريکول:

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې د لسمې نېټې په ماسپښين د فرانسې له ولسمشر امانويل ماکرون سره ټليفوني خبرې کړي او په یو لړ مسئلو ورسره غږیدلی دی.

 شي جين پينګ په خپلو خبرو کې په اشارې ويلي، چې هغه له ولسمشر مکرون سره په تېرو پنځو کلونو کې د ډېرو مسئلو په اړه نږدې اړيکې ساتلي، چې په مټ يې د چين او اروپا اړيکو په ثابت او سالم ډول وده او پرمختګ کړی او د چين، اروپا او د ټولې نړۍ خلکو ته يې ګټې رسيدلې دي.

نوموړي د ستراتيژيکې خپلواکۍ په برخه کې فرانسه ستایلې او هيله يې ښودلې، چې دغه هيواد به اروپايي ټولنه هم وهڅوي، چې د چين په اړه سم پوهاوي ته غاړه کېږدي، خپلمنځي توپيرونه ورسره په سمه توګه حل او د اقتصاد، تجارت، چاپيريال ساتنې، ډيجيټلي ټکنالوژۍ او کولتوري چارو کې د ګډو ګټو پر بنسټ خپلمنځي تبادلې او همکارۍ ژورې کړي.

 مکرون په خپلو خبرو کې ويلي، چې د فرانسې او چين ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو له ټينګېدو راهيسې، دواړو خواوو فعال نږدې تګ راتګ کړی دی.

نوموړي زياته کړې، چې فرانسه به له چين سره په ګډه د کرنې، هوايي چلند، ملکي اټومي انرژۍ، کولتور، له اقليمي بدلون سره د مقاومت او د ژويو تنوع د ساتنې په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي، د دواړو خواوو تر منځ د اړيکو د لا ټينګېدو او مثبتو پايلو لپاره به يې هڅې وکړي او د چين او اروپا د اړيکو د هڅولو لپاره به فعال رول ولوبوي.

دواړو مشرانو د اوکراین پر وضعیت هم د نظريو تبادلې کړي او موافقه یې کړې، چې ټول هيوادونه باید د روسیې او اوکراین تر منځ د سولې لپاره کوښښونه وکړي.

(خبرياله: شکريه)