د امریکې پيسې چېرته لګول کيږي؟
CMG2022/05/11 11:04:56
شريکول:

د امریکې اېن بي سي خبر ورکړی، چې د روانې میاشتې تر ۴مې نېټې پورې، په دغه هېواد کې د کرونا وبا له امله د مړه شویو کسانو شمېر له یو ميلیون څخه واوښت.  

امریکا د نړۍ تر ټولو پياوړی اقتصادي توان او لوړه طبي سویه لري، خو ولې په دغه هېواد کې په تېرو ۲۷ میاشتو کې د کرونا وبا له امله یو ميلیون کسان مړه شوي؟ ځواب يې دا دی، چې د امریکې سیاستوال د ملکي وګړیو ژوند او خوندیتوب ته هېڅ پاملرنه نه کوي او هر ګوند او ډله  يې د شخصي او سياسي ګټو په لټه دي.

 د امریکې پیسې په کومو برخو کې لګول کيږي؟

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د مې په ۶مه نېټه په یوې اعلاميې کې ويلي، چې د پېنټاګون يا دفاع وزارت د وسلو له ګودام يا زېرمې څخه يې د ۱۵۰ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات بېل کړي او اوکراین ته به يې وليږي او په دې سره به یې اوکراين سره د نظامي مرستو عمومي ارزښت ۳.۸ میلیارډو ډالرو ته ورسيږي.

امريکا په يادو پیسو د اوکراین لپاره وسلې او تجهیزات نه اخلي، بلکې له خپل ګودام او زېرمې څخه خپلې وسلې او تجهیزات ورکوي او بيا يې ورليږي او په يادو پيسو بیا په کوردننه د وسلو جوړونکو تصديو شرکتونو څخه نورې وسلې اخلي او بیا یې ګودام کې زېرمه کوي.

که په لنډه يې ووايو، دغه پیسې له خپل يوه جیب را اوباسي او بل جيب کې يې اچوي، یعنې له خپلو شرکتونو تجهيزات اخلي، څو ګټه يې هملته پاتې شي.

په امريکې کې طبي لګښت ګران دی، په تېره  بيا د بې وزلو خلکو پر اوږو یو لوی بار دی. امریکایانو تمه درلوده، چې حکومت به يې د کرونا وبا د درملنې په برخه کې ورسره مالي مرستې وکړي، خو سیاستوالو يې خپل خلک له پامه غورځولي او یوازې خپلو سیاسي ګټو پسې لالهانده دي.

امريکې د روان کال په مارچ میاشت کې پلان درلود، چې د کرونا وبا ضد د مبارزې په برخه کې ۱۵ میلیارډه او ۶۰۰ میلیونو ډالره مصرف کړي، خو د ډیموکرات ګوند او جمهوریت غوښتونکي ګوند ترمنځ په معامله کې دا پلان ورک شو او اوس یې هيڅ درک نه  لګيږي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د تېر اپريل په ۲۸مه نېټه له کانګرېس څخه وغوښتل، چې د ۳۳ میلیارډو ډالرو په ارزښت د ۲۰۲۲م مالي کال بېړنۍ اضافي بوديجه منظور کړي او په دې جمله کې يې ۲۰ میلیارډه او ۴۰۰ میلیونه ډالره د اوکراین د امنیتي او نظامي چارو لپاره ځانګړي کړي دي.

د بايډن دغه غوښتنه بيخي له فکره وتلې او د امریکایانو له پراخ مخالفت سره مخ شوې ده او دغه راز سروې ښيي، چې له بايډن څخه د امریکایانو د ملاتړ انډول هم بې ساری ټيټ شوی دی.

دا د امریکې د سوپر طاقت رښتنی ټولنیز واقعیت دی، چې سیاستوال يې د ملکي وګړیو ژوند ته هېڅ پاملرنه نه کوي او دوی یوازې د خپلو سیاسي ګټو او د نړۍ د سقوط لپاره هڅې کوي.

د امریکا سیاستوالو د کرونا وبا د رامنځته کېدو په درشل کې تل پر نورو بې ځایه تورونه لګولي او د کرونا وبا ضد کارونه يې شا ته غورځولي دي او هیڅ پاملرنه ورته نه کوي.

 د امریکایانو پر وړاندې خپله ډېرې ستونزې موجودې دي، خو سیاستوال يې یوازې د خپلو سیاسي ګټو په لټه دي.