چین پر بهرنۍ فضا تسلط نه غواړي
CMG2022/05/11 11:33:11
شريکول:

د بې وسلې چارو په برخه کې د چین سفیر لي سونګ د مې په ۱۰مه نېټه د یو پلاوي په مشرۍ په ژنيو کې د ملګرو ملتونو د بهرنۍ فضا د کارولو د مسئولانه کړو وړو په غونډه کې د بهرنۍ فضا د امنیتي وضعیت او وسله والۍ سيالۍ د مخنيوي په شمول د ځينو مسئلو په هکله د چین دريځ څرګند کړ او له نړیوالې ټولنې څخه يې وغوښتل، چې د بهرنۍ فضا د امنیت او خوندیتوب لپاره په ګډه کوښښونه وکړي.

ښاغلي لي سونګ پر دې ټينګار وکړ، چې د نړۍ ځواکمن هيوادونه بايد ژمنه وکړي، چې په بهرنۍ فضا کې به تسلط نه لټوي او ټولې فضايي چارې بايد مسؤلانه ترسره کړي. (هیله)