د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ناټو وياند لونجيسکو د مې په لسمه نېټه ويلي، چې د دې سازمان سرمنشي جينس سټولټنبرګ د کرونا ټيسټ پايله مثبته ختلې ده.
لونجیسکو پر ټولنیزو رسنیو ويلي، چې سټولټنبرګ مخکې د کرونا وبا ضد واکسين هم تطبيق کړی، خو بیا هم د کرونا پايله يې مثبته ختلې ده.
نوموړي ويلي، چې سټولټنبرګ د کرونا وبا لږې نښې نښانې لري او هغه به د بلژيک د وبا د مخنیوي مقرراتو سره سم په کور کې قرنطين او له همغه ځایه دفتري چارې مخ ته يوسي. (خبرياله: شکريه)