د برېکس هېوادونو د روغتيا وزيرانو دوولسمه غونډه تر سره شوه
CMG2022/05/11 16:42:41
شريکول:

چين د برېکس هېوادونو د نوبتي رئيس هېواد په توګه د مې په لسمه نېټه د برېکس د روغتيا وزيرانو د دوولسمې غونډې مشري او په برياليتوب پای ته ورسوله.

د برېکس هېوادونو د روغتيا وزيرانو او د روغتيا نړيوال سازمان د عمومي مدير مرستيال په شمول څه باندې ۷۰ تنو په دغې غونډې کې ګډون کړی و او په لومړنيو وختونو کې د لويې پيمانې ساري ناروغيو د وړاندوينې سيستم د جوړولو له اړوندو کارونو سره يې موافقه وکړه.

د برېکس هېوادونو استازو په دغې غونډې کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول، د روغتيايي سيستم د ابادۍ او د روغتيا د ډيجيټلي تخنيکونو په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله ژورې تبادلې وکړې او د برېکس هېوادونو د روغتيا وزيرانو د دوولسمې غونډې اعلاميه يې تصويب کړه.

د چين د روغتيايي چارو د ملي کميټې منشي ما شياو وې په چين کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول او د کرونا د پېښو صفر پالیسۍ، د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې د اقتصاد پرمختګ او د دغې وبا ضد مبارزه کې د چين او نړۍ د همکاريو په هکله هر اړخيزې خبرې وکړې.