چين :د تايوان په چارو کې د امريکا هر ډول لاسوهنه به خپل ځان ته زيانونه ورسوي
CMG2022/05/11 11:08:58
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دې وروستيو کې د امريکا او تايوان د اړيکو د حقايقو ليست تعديل کړی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مې په لسمه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې تاريخ نه شي بدليدلی او نه هم څوک په حقیقتونو سترګې پټولی شي.

جاو لي جيان په اشارې وويل، چې په نړۍ کې د چين په نوم يو هيواد شته او تايوان د چين نه بېلېدونکې برخه او د چين د ولسي جمهوريت حکومت يوازنی قانوني حکومت دی، چې د ټول چين استازيتوب کوي او دا په نړیوالو قوانينوکې منل شوې اجماع ده.

نوموړي زياته کړه، چې د تايوان په چارو کې د امريکا هر ډول لاسوهنه به هرومرو خپل ځان ته زيانونه ورسوي.

(خبرياله: شکریه)