اروپايي ټولنه له سوريي سره د ۱.۵ ميلیارډو يورو مرستې ژمنه وکړه
CMG2022/05/11 11:49:03
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارو لوړپوري استازي بوريل د مې په ۱۰ مه نېټه وويل، چې اروپايي ټولنې ژمنه کړې، چې سږ کال کې به له سوريې سره د بشري مرستو عمومي شمېر ۱ ميليارډ او ۵۰۰ ميليونو يورو ته پورته کړي.

د سوريې او سيمې څخه د ملاتړ په نوم شپږمه غونډه په همدې ورځ په بروکسيل کې تر سره شوه. 

بوريل په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د روسيې او اوکراين شخړې پر سوريې هم اغېز کړی او په دغه هيواد کې بشري کړکيچ ډېر زيات شوی او د خوراکي توکو او انرژۍ بيې پکې لوړې شوې دي.

نوموړي وويل، چې اروپايي ټولنه به سږ کال له سوريې سره ۱ ميليارډ يورو نوره مرسته وکړي او د مرستو کلنۍ اندازه به يې ۱ ميليارډ او ۵۰۰ ميليونو ته ورسيږي.

هغه زياته کړه، چې دغه ټولنه به له سوريې سره راتلونکی کال ۱ ميليارډ او ۵۶۰ ميليونه يورو مرسته وکړي.