ملګرو ملتونو چک جمهوریت د روسيې پر ځای د بشري حقونو شورا د غړي په توګه وټاکه
CMG2022/05/11 11:48:07
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د مې په ۱۰ مه نېټه چک جمهوريت د روسیې پر ځای د دې سازمان د بشري حقونو شورا د غړي هېواد په توګه ټاکلی دی.

چک جمهوریت په همدې ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا رسمي غړی او د غړيتوب موده به یې د مې له ۱۰مې نېټې څخه د ۲۰۲۳م کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې وي.