ډېرې افغان کورنۍ د جنګ ښکار ګرځيدلي او سختې غميزې او تراژيدۍ لري.
جنګ د اسماعيل کور هم لولپه کړی او د غم پر ټغر يې کېنولی دی.
د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې د هغه د کورنۍ ۷ غړي وژل شوي او کور یې له بېخه ور نړولی دی.
اسماعيل په دغې ويډيو کې په ژړغوني غږ د همغې دردناکې پېښې کېسه کوي.