چین به له پاکستان سره په ګډه هر ډول دوسیسې شنډې کړي
CMG2022/05/12 12:07:53
شريکول:

د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د مې په ۱۱مه نېټه له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره ويډيويي خبرې کړې دي.

وانګ يي په خپلو خبرو کې ويلي، چې چین به له پاکستان څخه خپل ملاتړ ته کلک دوام ورکړي، څو خپل حاکمیت وساتي او د هېواد او دولت د پرمختګ او سمسورتیا لپاره کوښښونه وکړي.

بلاول بوټو زرداري په خپلو خبرو کې ويلي، چې د پاکستان او چین ترمنځ دوستي به د هر  ډول ستونزو او ننګونو پر وړاندې ټینګه وساتي او چا ته به اجازه ورنه کړي، چې ملګرتيا يې ویجاړه کړي.

وانګ يي پر دې ټینګار کړی، چې په پاکستان کې څه موده وړاندې پر چینایانو یو لړ ترهګریز بریدونه وشول او له پاکستانه يې وغوښتل، چې مجرمين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

نوموړي زياته کړې، چې چين به له پاکستان سره يو ځای د خپلمنځي دوستانه اړیکو د ساتلو په موخه هڅې وکړي او هر ډول دوسيسې به شنډې کړي. (هیله)