چين په وروستيو کې د بيولوژيکي اقتصاد لومړنی پنځه کلن پلان خپور کړی دی.
د چين حکومت په دغه پلان کې د دولت په کچه د بيولوژيکو ټېکنالوژيو ستراتيژيو ته اشاره کړې، چې پر مټ به یې د بيولوژيکي اقتصاد د پرمختګ سرعت چټک شي.
په دغه پلان کې د طبي چارو، د خوړو لګښت، د شين پرمختګ او د بيولوژيکي خونديتوب په برخو کې د خلکو غوښتنو ته ډېره زياته پاملرنه شوې ده.
په دغه پلان کې ويل شوي، چې د بيولوژيکو درملو، کرهنيزو چارو، د نورو انرژيو پر ځای د بيولوژيکو توکو د کارولو او د بيولوژيکي خونديتوب په برخو کې به پرمختګ وموندل شي.