اروپا باید خپل امنیت په خپل لاس کې واخلي
CMG2022/05/12 14:46:14
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په نهمه او لسمه نېټه په جلا جلا ډول د جرمني له صدراعظم اولف سچولز سره انلاين ليدنه او د فرانسې له ولسمشر ايمانويل مکرون سره ټلېفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ له دواړو اروپايي مشرانو سره په خبرو کې ويلي، چې چين له اروپا ملاتړ کوي، چې خپل امنيت په خپلو لاسونو کې واخلي.

د فرانسې او جرمني مشرانو دوه مياشتې مخکې په ويډيويي سرمشريزه کې ويلي وو، چې اروپا له دويمې نړيوالې جګړې وروسته له تر ټولو سخت بحران سره مخ ده او فرانسه او جرمني د خبرو اترو له لارې د اوکراين مسئلې د حل غوښتونکي دي او ملاتړ یې کوي.

د دوی له يادې خبرې کابو دوه میاشتې تېرې شوي، خو د روسیې او اوکراین ترمنځ روان وضعيت د ښه والي نښه نه ده ورکړې او پر سيمې يې بدې اغېزې نورې هم زياتې او سختې شوې دي.

اروپا د امريکا تر فشار لاندې ده او پر روسیې پر له پسې بندیزونه لګوي، خو خپله هم په کوردننه له سختو ستونزو او د خلکو غبرګون سره مخ شوې ده.

اروپا اوس د خوړو کمښت سره مخ ده، د کډوالو څپې پرې ور روانې دي، بېکاري پکې ډېره او د توليداتو بیې پکې پورته شوې دي.

  اروپا  د روسيې او اوکراين جګړې له عمده قربانیانو څخه ده او له سختو زیاتیدونکو امنیتي ننګونو سره مخامخ ده، خو د انرژۍ خوندیتوب یې تر ټولو لویه ستونزه بلل کيږي.

اوکراين د مې په لسمه نېټه اعلان وکړ، چې د طبيعي ګازو د لېږد يو سټېشن يې بند شوی او يو پر درېيمه برخه ګاز چې له روسيې څخه اروپا ته لېږدول کېږي، پر همدې سټیشن تېرېږي.

دا د دې مانا ورکوي، چې اروپايي ټولنه د روسيې پر تېلو او طبيعي ګازو د بنديزونو له لګېدو مخکې د ګازو د پرې کولو له خطر سره مخ ده.

امريکا اروپايي هيوادونه بنديزونو ته هڅوي، چې ورسره د اروپا سيمه ييز امنيت له سخت ګواښ سره مخ شوی دی.

د امريکا ولسمشر جو بايډن د روانې مياشتې په ۹مه نېټه یوه مسوده لاسليک کړه او خپل حکومت ته يې اجازه ورکړه، چې اوکراين ته د وسلو او جنګي تجهيزاتو د ورکولو بهير چټک کړي.

د امريکا استازو جرګې د روانې مياشتې په ۱۰مه نېټه يوه لایحه تصویب او پرېکړه يې کړې، چې اوکراين ته د ۴۰ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت اضافي پوځي مرستې ورکړي.

 کارپوهان په دې اند دي، چې امريکا د سوله ييزو خبرو اترو هڅې شنډوي او اوکراين ته پر له پسې وسلې ليږي او په دغو کړنو يې په اروپا کې د اوسپنې پردې د بیا راځړولو احتمال ډېر کړی دی.

حقیقت دا دی، چې امريکا غواړي، د اروپا چارې محدودې او د ستراتیژیکې خپلواکۍ جريان يې بند کړي.

فرانسې او جرمني پر دې ټينګار کوي، چې د یوې پیاوړې او خپلواکې اروپا په چوکاټ کې بايد د وخت له ننګونو سره ګډ مقاومت وکړي، خو امريکا په دې لګيا ده، چې د روسیې او اوکراین شخړه په یوې جنګي رسۍ بدله کړي او اروپا پکي وتړي.

اروپا د امنیت، سولې او سوکالۍ د ترلاسه کولو لپاره لا زیاتې پوهې او زړورتیا ته اړتیا لري.

چين په دې اند دی:

(( موږ باید د ډله ایزې شخړې مخه ونيسو او د نړیوال امنیت او ثبات پر وړاندې شته سخت ګواښونه بايد له منځه يوسو.))

 د چين دغه نظر د فرانسوي ولسمشر میکرون لخوا ستايل شوی دی.

نوموړي له شي جين پينګ سره په ټېليفوني خبرو کې ويلي، چې فرانسه او اروپايي ټولنه خپلواکې تګلارې لري، له ډله ييز مقامت ملاتړ نه کوي او نه به هم پکې ګډون کړي.

ډله ييز مقاومت په تاريخ کې د نړیوال امنیت لپاره لوی ګواښ ياد شوی دی.

د ساري په توګه يې ناټو چې د سړې جګړې محصول دی، له جوړېدو راهیسې يو ډله ييز سازمان پاتې شوی دی.

ناټو پر له پسې د اروپا ختيځ په لور خوځيږي، د روسيې ټولې اندېښې يې له پامه غورځولي او همدا کړنه يې د دې لامل شوې، چې روسيه پر اوکراين بريد وکړي.

اروپا بايد تر ټولو لومړی د خپلو ګټو پر بنسټ د سيمې دايمي امنیت ته لاره هواره کړي، له روسیې سره د ژوند مساوي لاره ومومي او یو متوازن، اغیزمن او دوامدار چوکاټ رامنځته کړي او د امريکا په جال کې بايد ونه نښلي او د تسلط وسيله يې باید ونه ګرځي.

 (ژباړه: شکريه)