مکرون نوی حکومت جوړوي
CMG2022/05/12 10:17:50
شريکول:

فرانسوي خبري رسنيو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد اوسنی صدراعظم جان کستېکس ښايي د راتلونکې اوونۍ په پيل کې له خپلې دندې استعفا وکړي.

د مالوماتو له مخې، جان کستېکس به د مې په ۱۵مه نېټه واتيکان ته سفر وکړي او دا به د فرانسې د صدراعظم په توګه د هغه وروستی بهرنی سفر وي.

د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون څه موده مخکې ويلي وو، چې هغه به د هيواد نوی لومړی وزیر پارلمان ته ور وپېژني، خو تر اوسه يې د راتلونکې کابينې په اړه هېڅ خبر نه دی ورکړی.

ايمانويل ماکرون به د روانې مياشتې له ۱۴ مې نېټې د فرانسوي ولسمشر په توګه نوې دوره پيل کړي.