په نايروبي کې به د يو کمربند او يوې لارې ګړندی سړک په ازمايښتي توګه ګټې اخيستنې ته وسپارل شي
CMG2022/05/12 16:08:11
شريکول:

د کينيا په پلازمېنې نایروبي کې به د يو کمربند او يوې لارې د مهمې پروژې ګړندی سړک په ازمویښتي توګه پرانيستل شي .

دغه سړک ۲۷ اعشاريه ۱ کيلومتره اوږدوالی لري، چې د چين د سړکونو او پلونو پروژوي شرکت لخوا جوړ شوی دی.

د مالوماتو له مخې، د دغه سړک په پرانيستلو به د نايروبي ښار، هوايي ډګر او نورو سيمو ترمنځ په تګ راتګ کې پوره کموالی راشي.

پر دغه ګړندي سړک په دې وروستيو د ځغاستې لويه سيالي ترسره شوه او څه باندې ۸ زره ګډونوالو پکې برخه اخيستې وه.

د کينيا ولسمشر لوبغاړو ته د ځغاستې د جايزو ورکولو مراسمو کې وويل، چې د دې سړک په شمول د نايروبي ښار عصري بنسټيز تأسيسات به د کينيا سيلاني او سوداګري په خوځښت راولي او ډېر سوداګر به پانګونې ته راجلب کړي.