وچکالي په ګرده نړۍ کې مخ په سختېدو ده
CMG2022/05/12 12:03:19
شريکول:

د ملګرو ملتونو د ښېرازو ځمکو د صحرايي کېدو د مخنيوي تړون لاسليکوونکو خواوو د مې په ۱۵مه نېټه يوه غونډه ترسره کړې او د وچکالۍ د څار راپور يې خپور کړی دی.

راپور وايي، وچکالۍ پر ګردې نړۍ بد سیوری غوړولی او ۲۹ سلنه نوره هم پراخه شوې ده.

په دغه راپور کې ويل شوي، چې وچکالۍ له ۱۹۹۸م کال څخه تر ۲۰۱۷م کال پورې د ګردې نړۍ بېلا بېلو هيوادونو ته د ۱۲۴ميليارډو ډالرو په ارزښت زيانونه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، چې سږ کال به ۱۶۰ میلیونه ماشومان له سختې او اوږدې وچکالۍ سره مخ وي او ۲.۳ میلیارډه کسان به پوره اوبو ته لاسرسی ونه لري. (هیله)