د ملګرو ملتونو راپور: د افغانستان نيمايي نفوس له سختې لوږې سره مخ دی
CMG2022/05/12 10:58:23
شريکول:

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان، د خوړو نړيوال پروګرام او زياتو غېر حکومتي سازمانونو په همکارۍ د روان کال په جنورۍ او فبرورۍ کې د غلو دانو د خونيدتوب په اړه څېړنې کړي او يو تازه څېړنيز راپور يې خپور کړی دی.

په دغه راپور کې د افغانستان وضعيت ته هم پام اړول شوی او پکې ویل شوي، چې اوسمهال په افغانستان کې شاو خوا ۱۹ ميليونه او ۷۰۰ زره وګړي له سختې لوږې سره مخ دي، چې دا رقم نژدې د دغه هېواد له نيمايي نفوس سره برابر دی.

د ملګرو ملتونو د خواړو او کرنې سازمان د مې په ۹مه نېټه خبر ورکړی، چې د روان کال له جون څخه تر نومبر پورې به د غنمو د ښو حاصيلاتو او د نړيوالو مرستو د زياتوالي له امله د افغانستان د غلو دانو د خونديتوب وضعيت لږ څه ښه شي، خو دغه ښه والی به لنډمهاله وي او دوامداره وچکالي او سخت اقتصادي بحران به د ميليونو افغانانو پر ژوند سختې بدې اغېزې ولري.

په افغنستان کې د خوړو نړيوال پروګرام استازې ماري ايلين مکګرواټي ويلي، چې ملګرو ملتونو په تېرو څو مياشتو کې په دغه هېواد کې د خوراکي توکو بې ساري مرستې کړي او د تېر کال له اګست راهيسې يې تر ۱۶ميليونو افغانانو ته مرستې رسولې دي.