شي جين پينګ د فليپين نوي ولسمشر ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2022/05/12 13:59:00
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۱۱مه نېټه د فليپين نوي ولسمشر فرديناند روموالديز مارکوس ته د مبارکۍ پيغام ليږلی او نوموړي ته يې د ولسمشر د ټاکل کېدو په پار مبارکي ويلې ده.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې ويلي، چې هغه د چين او فليپين تر منځ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او له ولسمشر مارکوس سره به ښې کاري اړيکې جوړې کړي.

نوموړي زياته کړې، چې دواړه هېوادونه بايد پر ګډې همکارۍ ټينګار وکړي، خپلمنځي هراړخيزې ستراتيژيکي همکاريزې اړيکې بايد ژورې کړي او  دواړو هېوادونو او خلکو ته دې ګټې ورسوي.

د چين د دولت رئيس مرستيال وانګ چي شان په همدې ورځ سارا زيمرمن دوترټ ته د فليپين د ولسمشر مرستيالې د ټاکل کېدو په مناسبت مبارکي ويلي ده.