د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د مې په ۱۱مه نېټه په یوې اعلاميې کې د الجزیرې پر فلسطیني الاصله امریکايۍ خبریالې شيرين ابو عاقلې بريد غندلی او دا يې ټکان ورکونکې کړنه بللې ده.
ګوټریش په دغې اعلاميې کې د شيرين کورنۍ سره خواخوږي ښودلې او ويلي يې دي، چې د دې پېښې په اړه بايد خپلواکه او شفافه پلټنه ترسره او مجرمینو ته يې بايد سخته سزا ورکړل شي.
نوموړي په دغې اعلاميې کې پر خبریالانو د بریدونو او وژنې پېښې سختې غندلي او ټينګار يې کړی، چې خبريالان بايد ونه ځورول شي او څوک بايد ورسره زورزياتی ونه کړي. (هیله)