چين: پر چيني توکو د اضافي ګمرکي تعرفو لغوه کول د امريکا له ګټو سره سمون لري
CMG2022/05/12 16:31:12
شريکول:

د امريکا د سوداګريزو چارو استازو دفتر په وروستيو کې پر چين د اضافي ګمرکي تعرفو د اجنډا د بيا څار اعلان کړی او ويلي يې دي، چې پر چيني توکو د اضافي ګمرکي تعرفو د کمولو په اړه به يوه ارزيابي وکړي. 

د چين د سوداګرۍ وزارت وياندې شو يو تينګ د مې په ۱۲مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې پر چيني توکو د اضافي ګمرکي تعرفو لغوه کول د امريکا د مصرف کوونکو او تصديو له بنسټيزو ګټو سره سمون لري. هغې زياته کړه، که امريکا پر چيني توکو اضافي ګمرکي تعرفې لغوه او يا کمې کړي، نو دغه چاره به يې د انفلاسيون يا پيسو پړسوب په کړکېچنو حالاتو کې نه يوازې د امريکې بلکې د چين او ټولې نړۍ لپاره هم ګټور ګام وي.

د چين او امريکا د سوداګريزو چارو پلاوي اوسمهال عادي تماسونه لري.