د اسرائيل د ملکي چارو ادارې د پلانولو عالي کميټې د مې په ۱۲مه نېټه يو پلان تصويب کړی، چې له مخې به يې د اردان سيند په لوېديځه غاړه کې د يهوديانو لپاره ۴۳۲۰ نوي کورونه جوړ کړي.
د منځني ختيځ مسئلې په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تور وننيسلند په يوې اعلاميې کې د اسرائيل د ياد پلان غندنه کړې او دا يې د فلسطين پر خاورې او طبيعي سرچينو څرګند تيری بللی دی.
اعلاميه وايي، چې د اسراييل دا کړنه به د فلسطين د خلکو د ازاد تګ راتګ پر وړاندې خنډونه جوړ او سيمه به ناارامه کړي.