د چين ازاد بازار نړيوالو شرکتونو ته د پرمختګ زيات فرصتونه برابروي
CMG2022/05/13 11:04:14
شريکول:

د چين سوداګرۍ وزارت د مې په ۱۲ مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان کال په لومړيو ۴ مياشتو کې په دغه هيواد کې استعمال شوې بهرنۍ پانګې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰.۵ سلنه زياتې شوې او د هغو پروژو شمېر چې د تړون ارزښت يې ۱۰۰ ميليونو ډالرو ته رسيږي، ۱۸۵ ښودلی دی.

 د چين د سوداګرۍ وزارت يو چارواکی وايي، چې په هيواد کې يې زياته بهرنۍ پانګونه د دې ښکارندويي کوي، چې بهرني پانګوال د چين پر اقتصادي پرمختګ او امکاناتو پوره باور لري.

 د مالوماتو له مخې، په چين کې د روان کال په لومړيو ۴ مياشتو کې د استعمال شوې بهرنۍ پانګونې اندازه ۴۷۸ ميليارډو او ۶۱۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰.۵ سلنه زياتوالی ښيي او له دې جملې څخه د لوړې تکنالوژی په چارو کې استعمال شوې بهرنۍ پانګې بيا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۵.۶ سلنه زياتوالی ښيي.