چين : نړيواله ټولنه دې د روسيې او اوکراين له سوله ييزو خبرو ملاتړ وکړي
CMG2022/05/13 10:26:36
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا د مې په ۱۲مه نېټه د اوکراين مسئلې په تړاو ځانګړې غونډه تر سره کړې.

د م.م د ژنیو په مقر کې د چين دايمي استازي چن شو په دغې غونډې کې پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د روسيې او اوکراين له سوله ييزو خبرو اترو ملاتړ وکړي او د دواړو هيوادونو ترمنځ روانې جګړې لپاره دې يو متوازن، اغېزمن او دوامدار نړيوال او سيمه ييز امنيتي چوکاټ جوړ کړي.

چن شو زياته کړې، چين د اوکراين مسئلې په تړاو څرګند دريځ لري او پر نړيوالې ټولنې يې بيا بيا غږ کړی، چې د اوکراين په ګډون د ټولو هېوادونو حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته بايد درناوی وشي، د م.م منشور او اصول بايد مراعات او د ټولو هېوادونو مشروع امنيتي انديښنې او غوښتنې بايد په پام کې ونيول شي.

چين او هم نړيواله ټولنه دا هيله لري، چې د روسيې او اوکراين ترمنځ ډېر ژر اوربند رامنځته او يادې جګړې ته د حل لاره وموندل شي.

 (ژباړه: شکريه)