امریکا د نړۍ د کړکیچنو حالاتو سرچېنه ده
CMG2022/05/13 14:28:49
شريکول:

امریکا یوازینی داسې سوپر طاقت دی، چې په بېلا بېلو بڼو ځان ښکاره کوي، کله سخت بخيلتوب او کله بې شمېره پيسې لګوي او کله بيا د لوټمار په شان لوټماري او شوکې کوي.

د امریکا ولسي جرګې د مې په ۱۰مه نېټه د ۴ میلیارډو ډالرو په ارزښت له اوکراین سره د مرستې پلان تصویب کړ، چې په دې جملې کې يې نظامي مرستې نږدې ۲ اعشاریه پنځه میلیارډو ډالرو ته رسېږي.

د مکسیکو ولسمشر اندریس مانویل لوپيز وايي، چې امریکې د تېرو ۴ کلونو په خبرو اترو کې د منځنۍ امریکا له کوم هېواد سره هېڅ مرسته نه ده کړې او نه يې هم تر اوسه پیسې ورته بېلې کړي، چې له امله يې د منځنۍ امريکا سيمه ييز پرمختګ ډېر شا ته پاتې شوی دی.

 ملګرو ملتونو هم د امریکې بخیله بڼه ښه پېژنندلې

امريکا د ملګرو ملتونو غړی هېواد دی، خو تر اوسه يې دغه نړيوال سازمان ته د خپل غړيتوب د لګښت څه باندې ۱ ميليارډ ډالره نه دي ورکړي. دا پیسې له اوکراين سره د امريکې د مرستو ډېره کمه برخه جوړوي او تر اوسه یې دا هم نه دي ويلي، چې دا پيسې به څه وخت ورته سپاري؟

 د امریکې سیاستوال په کور دننه هم مختلفې بڼې څرګندوي

 د امریکا ولسمشر جوبایډن په تېر مارچ کې کانګرېس ته د ۲۰۲۳م مالي کال بودیجه وړاندې کړه، چې پکې پوځي لګښت ۸۱۳ میلیارډو او ۳۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېږي او دا لګښت بې ساری لوړ دی.

ډیموکرات ګوند په همدې میاشت کې د ۱۵۰۰ میلیارډو ډالرو په ارزښت حکومتي لګښت کانګرېس ته وړاندې کړ، خو د کرونا وبا ضد د مبارزې په موخه د ۱۵ اعشاریه ۶ میلیارډو ډالرو په ارزښت پلان يې بيا بابيزه وباله او رد يې کړ او بيا یې وروسته له اوکراین سره د ۱۳ اعشاریه ۶ میلیارډو ډالرو مرستندويه پلان ته هم منظوري ورکړه.

کله چې د امريکا کانګرېس يادو پیسو ته منظوري ورکوله، نو هغه مهال په دغه هيواد د کرونا وبا له امله د مړو شمېر يو ميليون ته نږدې و.

د امريکايي چارواکو له کړنو داسې ښکاري، چې دوی د ملکي وګړیو ژوند او خوندیتوب ته هېڅ پاملرنه نه کوي او نړیواله دنده یا د لوی هېواد مسئولیت يې بيخي له پامه غورځولی دی.

امريکا یوازې د جګړې د راپارولو او لمسولو لپاره ډېرې پیسې لګوي او له همدې لارې شتمني او پيسې ترلاسه کوي او موخه يې دا ده، چې پر نړۍ راج وچيلوي او خپله زورواکي وساتي.

 امريکې پر افغانستان تېری او شل کاله يې هلته د ترهګرۍ په نوم جنګ وکړ، خو يوازې د امریکې پوځي او صنعتي شرکتونو ترې ګټې پورته کړې او ښې ډېرې پیسې يې پکې وګټلې.

د امریکا د خپلواک فکري مرکز د امنيتي تګلارو د اصلاحاتو څېړنیزې ادارې د افغانستان په جګړې کې د لويو ګټه اخیستونکو لیست خپور کړی، چې له مخې يې  د لوکهید مارتین فضايي سیستم شرکت(( Lockheed Martin Space Systems Company))، ريسیون شرکت، جینرال دینمیکس او بوینګ شرکت په شمول د امريکا نظامي شرکتونو د افغانستان له جګړې څخه ۲۰۲۰ میلیارډه ډالره ګټې تر لاسه کړې دي.

د امریکا پوهنتون د تاریخ استاد پروفیسر پيتر کوزنیک په اشارې ويلي، چې د دغو شرکتونو لپاره جګړې لویې سوداګريزې معاملې دي.

امریکې د افغانستان بحران را وپاروه، وروسته یې خپل ځواکونه ډېر چټک له دغه هيواده اوباسل او تر شا يې يو لوی بشري کړکېچ پرېښوده، خو له افغانانو يې بښنه ونه غوښته، بلکې د دوی شتمنۍ يې اول کنګل او بیا لوټ کړې.

امريکا اوس له اوکراین سره دوامدارې مرستې کوي او موخه يې دا ده، چې خپله سياله روسيه وځپي او ملګري يې کمزوري کړي.