څراغونه مړه کړئ، چې کډوال مرغان بېرته راشي.
CMG2022/05/13 15:04:15
شريکول:

د مې څوارلسمه نېټه د کډوالو مرغانو له نړيوالې ورځې سره برابره ده او سږ کال دغه ورځ (( څراغونه مړه کړئ، چې کډوال مرغان بېرته راشي)) په نوم نمانځل کيږي.

په نړۍ کې اوسمهال مصنوعي رڼاګانې ورځ تر بلې زياتيږي او مرغان په شپه کې خپل لوری نه شي پيدا کولی او حتی ډېری وخت له دنګو ودانيو او مخابراتي برجونو سره ټکر کيږي، چې له امله یې هر کال ميليونونه مرغان وژل کيږي.