جو بايډن: کرونا وبا يو ميليون امريکايان وژلي
CMG2022/05/13 15:35:42
شريکول:

د امريکا ولسمشر جو بايډن د مې په ۱۲مه نېټه د سپينې ماڼۍ پر وېبپاڼې يوې اعلاميې کې ويلي، دا د امريکې لپاره لويه تراژيدي ده، چې يو ميليون امريکايان د کرونا وبا له امله مړ شوي دي.

په همدې ورځ د واشينګټن څلي شاوخوا سيمه کې د دغه هېواد ملي بيرغ نيم ځوړند و.

جو بايډن په يادې اعلاميې کې د کروناوبا له امله هر مړ شوی کس نه جبران کېدونکی ضايع بللی او ويلي يې دي، چې امريکايان بايد د کرونا وبا پر وړاندې ويښ واوسي او تر وسې پورې دې د ناروغانو ژوند وژغوري. هغه زياته کړې، چې د امريکا کانګرېس به په راتلونکو څو مياشتو کې د کرونا ويروس د ټېسټ، د کرونا ضد د واکسين او پر يادې وبا د اخته کسانو د درملنې په چارو کې پانګونه وکړي.

په امريکا کې د کرونا وبا د پېښو شمېر او د دغې وبا له امله د مړه شويو کسانو شمېر تر نورو هيوادونو ډېر زيات دی.

د امريکا د حساسو ناروغيو او ساري ناروغيو د څار انسټيټيوټ مشر انتوني فوچ څه موده مخکې ويلي، چې امریکا بايد د کرونا ضد مبارزې لپاره په نړۍ کې تر ټولو بشپړ چمتوالی نيولی وای، خو اوس د دې وبا له امله د ګوتو په شمېر سختو زيانمنو هېوادونو کې شمېرل کیږي.