د سريلانکا ولسمشر ګوتابیا راجاپکسا د مې په ۱۲ مه نېټه د ملي يووالي ګوند مشر رانيل ويکريمسنها د هېواد د صدراعظم په توګه وټاکه.
رانيل ويکريمسنها په همدې شپه د دغه هېواد په پلازمينه کولمبو کې لوړه وکړه.
نوموړی څو ځلې د سريلانکا د صدراعظمۍ پر څوکۍ پاتې شوی او وروستی ځل يې د ۲۰۰۸م کال کې په ډسمبر کې د صدارعظم په توګه لوړه کړې وه.