شمالي کوریا کې د ناڅرګندې تبې ۱۸۰۰۰ پیښې ثبت شوي
CMG2022/05/13 13:15:03
شريکول:

د ديموکراتيکې کوريا(شمالي کوريا)مرکزي خبري اژانس خبر ورکړی، چې د کارګرو ګوند عمومي منشي او د دولتي شورا رئيس کيم جونګ اون د مې په ١٢مه نېټه د دغه هېواد د ساري ناروغيو د مخنيوي له قوماندانۍ څخه ليدنه کړې ده.

خبر وايي، چې په شمالي کوريا کې نامالومه تبه په ډېرې تېزې خپريږي او په ډېرې لنډې مودې کې يې ۳۵۰ زره کسان نيولي چې  ترې۱۶۲ زره او ۲ سوه کسان بیا رغيدلي دي.

 

د مالوماتو له مخې، په شمالي کوريا کې د روانې میاشتې په ۱۲مه نېټه د ناڅرګندې تبې ۱۸۰۰۰ پېښې ثبت شوي، ۶ تنه يې مړه  کړي، چې په دغو کسانو کې د يوه کس د کرونا وبا ټېسټ پایله هم مثبته ختلې ده او اوس ټولټال ۱۸۷زره او ۸۰۰ سوه کسان تر درملنې لاندې دي.

 (ژباړه: شکريه)