د چين او اروپا د ۲۰۲۲م کال د بشري حقونو سمينار تر سره شو
CMG2022/05/13 16:07:28
شريکول:

د چين او اروپا د ۲۰۲۲م کال د بشري حقونو سمينار د مې په لسمه نېټه تر سره شو.

په دغه سمينار کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د جګ پوړو چارواکو دفتر استازو او د بشري حقونو په برخه کې د چين، اتريش، بريتانيا، جرمني، هنګري، ايټاليا، يونان او هسپانيا په شمول د ځينو هېوادونو څه باندې سلو کارپوهانو په انلاين او افلاين ډول ګډون او د ساينس او ټېکنالوژۍ او بشري حقونو په هکله يې بحثونه  کړي دي.

ياد سمينار د چين د بشري حقونو څيړنيزې ټولنې او د اتريش او چين د دوستۍ ټولنې لخوا شوی و او دواړو ټولنو يې په ګډه مشري کوله.

د هوا جونګ د ساينس او ټېکنالوژۍ پوهنتون د کمونېست ګوند کميټې منشي لي يوان يوان د دغه سمينار په پرانیستونکو مراسمو کې وويل، چې انسانان د نړيوال کېدو په زمانه کې له ډېرو ګډو ننګونو سره مخ دي او د نظريو د تبادلې په ترڅ کې يې بايد د حل ځوابونه ومومي او له ساينس او ټېکنالوژۍ دې کار واخلي.

د اتريش پخواني ولسمشر او د اتريش او چين د دوستۍ ټولنې رئيس هينز فيسچير وويل، چې بشري حقونه د نړۍ د ګډې ټولنې د جوړولو يو مهم او لارښوونکی اصل دی.