د قطر امير له ايران څخه ليدنه وکړه
CMG2022/05/13 13:11:47
شريکول:

د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي د مې په ۱۲مه نېټه د دغه هېواد په پلازمېنې تهران کې د قطر له امير تميم بن حمد آل ثاني سره وکتل .دواړو خواوو د سيمه ييزو او نړيوالو تودو مسئلو په اړه خبره کړې دي.

ولسمشر براهيم رئيسي په همدې ورځ له يادې ليدنې وروسته په يوې ګډې خبري ناستې کې وويل، چې ايران او قطر دواړه پر دې اند دي، چې پر يمن لګيدلي بنديزونه بايد لغوه شي او خلک يې بايد خپل برخليک په خپله وټاکي.

نوموړي د افغانستان په اړه هم خپل نظر څرګند کړی او ويلي يې دي، چې په دغه هيواد کې باید يو ټولشموله حکومت جوړ شي.

د قطر امير په خپلو خبرو کې ويلي، چې قطر پر ایران د لګيدلو بنديزونو د ليرې کولو په موخه د مذاکراتو په اړه فعاله رويه ساتي او باور يې وښود چې اړوندې مسئلې به په خبرو اترو حل شي.