لومړۍ ربعه کې د بريتانيا اقتصاد د تېر کال د څلورمې ربعې په پرتله ۰.۸سلنه وده کړې
CMG2022/05/13 10:38:38
شريکول:

د بريتانيا حکومت د مې په ۱۲مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان کال په لومړۍ ربعې کې د دغه هيواد اقتصاد د ۲۰۲۱م کال د څلورمې ربعې په پرتله ۰.۸سلنه وده کړې او په پرمختګ کې يې څرګند ټيټوالی راغلی دی.

د بريتانيا شمېرنې اداره وايي، چې په تېر مارچ کې يې د کورنيو تولیداتو عمومي ارزښت د فبرورۍ په نسبت ۰.۱ سلنه کم شوی دی.

د يادې ادارې د اقتصادي احصایې رییس ډارین مورګن ويلي، چې د بريتانيا اقتصاد په تېرو څلورو ربعو کې ښه وده کړې او سرعت يې د کرونا وبا د خپرېدو مخکې وختونو په پرتله هم څرګند زياتوالی ښيي، خو په وروستۍ ربعه کې يې د اقتصادي ودې سرعت ډېر ورو شوی دی.

 (ژباړه شکريه)