په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال داي بينګ د مې په ۱۲مه نېټه د اوکراين د ماشومانو او ښوونيزو چاروپه اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په يوې غونډې کې وويل، چې سوله د ماشومانو لپاره تر ټولو ښه خونديتوب دی.
نوموړي وويل، چې د اوکراين له نيمايي زيات ماشومان په تېرو دوو مياشتو کې د دوامدارو شخړو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او میليونونه اوکرايني ماشومان ګاونډيو هيوادونو ته کډوال شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د شخړې ښکېلې خواوې مسؤليت لري، چې ماشومان وژغوري او ژوند يې خوندي کړي .نړيواله ټولنه بايد کډوالو ماشومانو ته د مرستې برابرولو لپاره لا زياتې هڅې وکړي.