چين: د امريکا د ناسمې کړنې له امله به د کرونا وبا ضد سرمشريزه کې ګډون ونه کړي
CMG2022/05/14 14:24:05
شريکول:

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مې په ۱۳مه نېټه په مطبوعاتي ناسته کې د یوه خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې امریکا د چين له احتجاج سره سره، د يو چين پېژندلو په اړه د نړيوالې ټولنې له موافقې څخه سرغړونه کوي او تايوان ته د کرونا وبا ضد د نړيوالې مبارزې په دوهمه سرمشريزه کې د ګډون بلنه يې ورکړې. له دې امله چين به په دې غونډه کې ګډون ونه  کړي.

جاو لي جيان وويل، چې چين د کرونا وبا ضد د نړيوالې ټولنې د يووالي او ګډو هڅو هرکلی کوي، خو د وبا ضد مبارزې په چارو کې د هر هېواد له سياسي چلند سره مخالفت کوي.

نوموړي وويل، چې چین به له نړیوالې ټولنې سره د کرونا وبا د ژر پای ته رسېدو لپاره هڅې او همکارۍ وکړي.