د چين او کرواتيا مشرانو د دواړو هېوادونو د رسمي اړیکو د ټينګېدو د ۳۰مې کليزې په مناسبت یو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ورکړل
CMG2022/05/14 14:28:00
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د کرواتيا ولسمشر زوران میلانويک د مې په ۱۳مه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي‌ اړيکو د ټينګېدو د ۳۰مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ورکړل

شي جين پينګ وويل، چې په تېرو ۳۰ کلونو کې چين او کرواتیا پر متقابل درناوی او مساوي چلند ټينګار کړی، خپلمنځي سياسي اعتماد يې ټينګ کړی، د يو کمربند او يوې لارې په همکاريو کې يې برياليتوبونه تر لاسه کړي او خلکو ته يې هم ګټې رسولي دي.

نوموړي زياته کړه،‌ چې هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي‌ له ولسمشر ميلانويک سره هڅه وکړي، څو د دواړو هېوادونو خپلمنځي سیاسي‌ اعتماد لا ټينګ شي، د پرمختګ پلانونه پيوستون پياوړی شي او خپلمنځيو رسمي اړیکو ته نوره زياته وده ورکول شي.

ويلانويک وويل، چې د کرواتيا او چین ترمنځ د رسمي اړيکو له ټينګېدو راهيسې، په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو همکارۍ بريالۍ دي. هغه باور لري، چې دواړه هېوادونه به ګډه هڅه وکړي، ملګريزې اړيکې به ژورې کړي،‌ همکاريزې برخې به پراخې کړي او خپلمنځيو رسمي اړيکو ته به پرمختګ ورکړي.