چین لا هم د بهرنۍ پانګونې راجلبونکی هدف دی
cmg2022/05/14 15:18:53
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت د مې د ۱۲مې نېټې د خپرو شوو شمېرو له مخې، د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې دغه هېواد د ۴۷۸ اعشاريه۶۱ مليارډو يوانو په ارزښت بهرنۍ پانګې استعمال کړي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰ اعشاريه ۵ سلنه زياتوالی ښیي. په کور دننه او بهر کې د کرونا وبا او پیچلو نړیوالو حالاتو په وړاندې چین لا هم د بهرنۍ پانګونې لپاره ګرم ځای دی.‌ د شمېرو له مخې د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې په چین کې له کوریا جمهوریت،‌ امريکا او جرمني څخه پانګې په جلا جلا توګه۷۶ اعشاريه ۳ سلنه، ۵۳ اعشاريه ۲ سلنه او ۸۰اعشاريه۴ سلنه زياتې شوې دي.

د نړيوالو تصدیو لپاره، د کرونا وبا اغېزه لنډمهاله ده او اوږدمهاله پلانونه د راتلونکي برياليتوب تضمين دی. په تېرو دوو کلونو کې د کرونا وبا د اغېزو او د نړيوال صنعتي ځنځیر د بدلون له امله په نړيوالو پانګونو کې هم ښکته پورته څپه رامنځته شوې ده، خو د چين له خوا راجلب شویوبهرنیو پانګونو ثابت پرمختګ ساتلی دی.

له ٢٠١٧م کال راهيسې چين په پرله پسې څلورو کلونو کې د بهرنۍ پانګونې د جلبولو په برخه کې په نړۍ کې دويم مقام خپل کړی دی. په ۲۰۲۱م کال کې چين د لومړي ځل لپاره له يو تريليون يوانو څخه زیاتې بهرنۍ پانګې راجلب کړي، چې د زياتوالي انډول ۱۴ اعشاریه ۹ سلنې ته رسېدلی دی. چين د سږ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د بهرنیو پانګو د راجلبولو په برخه کې دغه ښه تمایل ساتلی دی.
څه موده مخکې، ‌د چين د نړيوالې سوداګرۍ د پرمخبېولو ټولنې اعلان وکړ، چې د مارچ له مياشتې راهيسې د کرونا وبا له امله په چين کې بهرنيو تصديو ته ننګونې رامنځته شوې او ځينو بهرنيو تصديو ومنله، چې سږکال به د دوی کاروبار او ګټې له اغېزو سره مخ شي،‌ خو په چين کې زياتره بهرنيو شرکتونو ويلي، چې د دوی لپاره چين لا هم يو مهم ستراتيژيک بازار دی.

ولې بهرني پانګوال د چين په اړه دومره خوشبين دي؟‌ په دې وروستیو ورځو کې 

د PriceWaterhouseپه نوم شرکت د يو راپور په خپرولو سره وويل، چې د چین بازار او اقتصادي وده د بهرنیو شرکتونو د راجلبولو دوه عمده عوامل دي.

په عين وخت کې، د چين ستر بازار بهرنيو تصديو ته باثباته ګټې رسولې او له امله يې په چین کې د پانګه اچونې په اړه د دوی باور پياوړی کړی دی. د جرمني هانډلسبلاټ ورځپاڼې وويل، چې د چين بازار د نورو بازارونو په پرتله د وړاندوينې وړ او باثباته دی.

چين په تېرو څو کلونو کې د لوړې کچې ورخلاصون پياوړی کړی. د چین ۲۰۲۲م کال د سوداګريزچاپېریال په اړه د سروې راپور، چې د مارچ په میاشت کې د چین- امریکا د سوداګریزې ټولنېلخوا خپور شوی، ښیي چې ۶۶ سلنه نړيوال شرکتونه پلان لري، چې سږکال به په چین کې پانګونه زیاته کړي.

د چين د ورخلاصون دروازه به بنده نه شي، بلکې لا به پراخه پرانيستل شي. دا نړۍ ته د چين جدي ژمنه ده.