د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين او امريکا ګډ ملګري درلودلی شي
CMG2022/05/14 10:48:41
شريکول:

د امريکا سپينې ماڼۍ د مې په ۱۲مه نېټه د امريکا او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې يعنې اسيان ترمنځ د سرمشريزې د حقيقيتونو لېست خپور کړی او ويلي يې دي، چې د دغه هېواد ولسمشر جو بايډن په دغه سرمشريزه کې د ۱۵۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د دواړو خواوو ترمنځ د بنسټيزو تاسيساتو، خونديتوب او د وبا د وقايې او کنترول د همکاريو پېشنهاد اعلان کړی. 

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مې په ۱۳مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې د ياد خبر په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې چين د همکاريو د ټولو هغو وړانديزونو هرکلی کوي، چې د سيمې د دايمي او دواملرونکي پرمختګ او ګډې سمسورتيا لپاره ګټور وي.

نوموړي زياته کړې، چې چين او امريکا د اسيا او ارام سمندر سيمې پراته هېوادونه دي او دا دواړو ته ممکنه ده، چې ګډې ملګري ولري او د دې لپاره مهم کار دا دی، چې د سولې د ساتنې، د همکاريو د پياوړتيا او د ګډ پرمختګ د موندلو په اړه د اسي او ارام سمندر سيمې د هېوادونو ګډ غږ دې واوري او د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر اصولو دې ټينګار وکړي.