د امريکا او روسيې دفاع وزيرانو ټليفوني خبرې وکړې
CMG2022/05/14 14:24:36
شريکول:

د روسيې دفاع وزير سيرګي شويګو د مې په ۱۳مه نېټه له خپل امريکايي سيال لويد اوستين سره ټليفوني خبرې وکړې. په اوکراين کې د روسيې د ځانګړو‌ پوځي عملياتو له پيلېدو وروسته دا  لومړی ځل دی، چې د دواړو هېوادونو د دفاع وزيران ټليفوني خبرې  کوي.

د روسيې دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې وويل، چې شويګو  د اوستين په بلنه، په همدې ورځ له نوموړي سره ټليفوني خبرې وکړې. د اعلامیې له مخې، دواړو خواوو د اوکراين د وضعيت په شمول د نړيوالو تاودو مسئلو په اړه بحثونه  وکړل.

د امريکا د دفاع وزارت ویاند کوبي په همدې ورځ د يوې لنډې اعلاميې په خپرولو سره وویل، چې اوستين په يادو ټليفوني‌ خبرو کې له روسيې څخه  وغوښتل، چې سمدلاسه په اوکراين کې جنګي اور بند کړي. نوموړي زياته کړه، چې د امريکا او روسيې د پوځونو ترمنځ  ښې تبادلې مهم ارزښت لري. د دې اعلاميې له مخې، د اوستين او شويګو ترمنځ تېر ځل ټليفوني خبرې د فبرورۍ په ۱۸مه تر سره شوې.