د روان کال په لومړيو ۴ مياشتو کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ٪۷.۹ زياتوالی ښيي
CMG2022/05/14 10:49:23
شريکول:

د چين د ګمرکاتو ملي ادارې د شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړيو ۴ مياشتو کې د دغه هېواد د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۱۲ زره او ۵۸۰ ميليارډه يوانه و، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷ اعشاريه ۹ سلنه زياتوالی ښيي.

په لومړيو ۴ مياشتو کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ مثبت توازن يو زر او ۳۶۰ ميليارډو يوانو ته رسيدلی، چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۹ اعشاريه ۲ سلنه زيات شوی دی.

په تېرو ۴ مياشتو کې د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنه د چين لومړی لوی سوداګيز ملګری ګرځېدلی او د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ عمومي ارزښت يو زر او ۸۴۰ ميليارډو يوانو ته  رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷ اعشاريه ۲ سلنه زياتوالی ښيي.

دغه راز په همدې موده کې د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو ارزښت ۳ زره او ۹۷۰ ميليارډه يوانه و، چې د تېر کال په پرتله ۱۵ اعشاريه ۴ سلنه زياتوالی ښيي.