په تېرو ۵ کلونو کې د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې لاسته راوړنې
CMG2022/05/14 15:50:40
شريکول:

د ۲۰۱۷م کال د مې په ۱۴مه نېټه د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو لومړی سرمشريز فورم په بېجينګ کې تر سره شو. د نوموړي فورم له جوړېدو څخه پنځه کاله تېر شوي دي. له تېرو پنځو کلونو راهيسې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په برخه کې نوښت او برياليتوبونه تر لاسه شوي دي.

چين د ۲۰۲۲م کال تر مارچ پورې له ۱۴۹ هېوادونو او ۳۲ نړيوالو سازمانونو سره د يو کمربند او يوې لارې د همکاريو تړونونه لاسليک کړي دي.

په ۲۰۲۱م کال کې د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ د مالونو د سوداګرۍ ارزښت يو زر او ۷۱۱ ميليارډه امريکايي ډالره و، چې دا رقم له تېرو اتو کلونو راهيسې لوړې کچې ته رسېدلی او د وړم کال په پرتله ۲۳ اعشاريه ۶ سلنه زياتوالی ښيي.

په ۲۰۲۱م کال کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې په ۵۷ پرتو هېوادونو کې د چيني تصديو د مستقيمو پانګونو اندازه ۱۹ ميليارډه او ۳۲۰ ميليونه امريکايي ډالره وه، چې دا رقم د وړم کال په پرتله ۶ اعشاريه ۷ سلنه زياتوالی ښيي.

د ۲۰۲۱م کال تر پايه پورې په بهرنيو هېوادونو کې د چيني تصديو اقتصادي او تجارتي سيمو دغو هېوادونو ته د ۶ ميليارډو او ۶۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت ماليات ورکړي او د ۳۹۲ زرو ځايي اوسېدونکو لپاره یې دندې برابرې کړي دي.