اروپايي ټولنه: د ايران د اټومي تړون مذاکرات بيا پيل شوي
CMG2022/05/14 14:27:17
شريکول:


د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيکو چارو او امنيتي پاليسۍ لوړ پوړي استازي يوسيف بوريل د مې په ۱۳مه نېټه وويل، چې د اروپايي ټولنې همغږي کوونکي او د بهرنيو عملياتو ادارې د سرمنشي مرستيال انريک مولا له ايران څخه خپله ليدنه پای ته رسولې او د ايران د اټومي‌ مسئلې د هراړخيز تړون مذاکرات بيا پيل شوي دي.

بوريل په جرمني کې د اوو هېوادونو  ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په ترڅ کې په خبري ناسته کې وويل، چې د ايران د اټومي مسئلې مذاکرات مخکې له خنډونو سره مخ وو، خو اوس خنډونه ټول لېرې شوي دي، نو شونې  ده، چې دغه مذاکرات  د تړون پړاو ته ورسیږي.