د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين د سمندري اقتصاد عمومي ارزښت ۲ زرو ميليارډو يوانو ته رسيدلی
CMG2022/05/15 11:30:00
شريکول:

د چين د طبيعي سرچينو وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين د سمندري اقتصاد عمومي ارزښت ۲ زرو ميليارډو يوانو ته رسیدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴ اعشاريه يو سلنه زياتوالی ښيي.

په چين کې نويو سمندري صنعتي چارو پرمختګ کړی. په لومړۍ ربعه کې په چين کې د سمندر د بيا کاريدونکې انرژۍ د استعمال ٪۵۳.۲ تصديو، د سمندري درملو او بيولوژيکو توليداتو ۵۵.۹٪ تصديو او د سمندري پروژو د تجهيزاتو ٪۶۱.۱ توليدوونکو تصديو ګټې د تېر کال د همدې مودې په پرتله زياتې شوي.

په لومړۍ ربعه کې په چين کې د سمندر د اومو نفتو او طبيعي ګازو توليدي اندازې په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۸.۸ او ٪۱۵.۹ زياتوالی ښيي.

په لومړۍ ربعه کې د سمندري ټرانسپورټ له لارې د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت او د بحري پيداوارو د وارداتو او صادراتو ارزښت په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۱۵.۸ او ٪۲۵.۴ زياتوالی ښيي.