د امریکا د نيويارک ايالت په يو سوپرمارکيټ کې د ډزو له امله ۱۰ تنه وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان دي
CMG2022/05/15 15:10:51
شريکول:

د مې میاشتي پر ۱۴مه نېټه د امريکا د نيويارک ايالت د بوفالو ښار په يو سوپرمارکيټ کې د ‌‌ډزو پېښه وشوه، چې په دې پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.

د بوفالو ښار د پوليسو ادارې مشر ګلاماریا په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په عمومي‌ توګه ۱۳ تنه په ياده پېښه کې ویشتل شوي، چي په کښې ۱۱ تنه تور پوستي او ۲ تنه سپين پوستي دي. د دې پېښې طرحه کونکی چې ۱۸ کلن ځوان دی، په انلاين توګه د ډزو د یادي پېښې بهير په ژوندۍ بڼه  خپور کړی.

د مې پر ۱۴مه نېته،  د ډزو پېښو ارشيف ويبسايټ د شمېرنې له مخې، سږکال په امریکا کې ۱۵ زره او ۸۴۰ کسان د ډزو په پېښو کې وژل شوي، او ۱۳ زره او ۱۷ کسان په کښې ټپيان شوي دي.   ‌