د بريکس هېوادونو له اقليمي بدلون سره د مبارزې ګډ غږ وکړ
CMG2022/05/15 11:21:38
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اقليمي بدلون ضد مبارزې لپاره د بريکس هېوادونو عالي رتبه غونډه د مې میاشتي پر ۱۳مه نېټه په انلاين ډول تر سره شوه. د اقليمي بدلون ضد چارو کې د چين، برازيل، روسيې، هند او جنوبي افريقا د اړوندو ادارو لوړ پوړو استازو په دغه غونډه کې ګډون وکړ او د اقليمي بدلون ضد مبارزې او دواملرونکي پرمختګ د لارو چارو په اړه يې بحثونه وکړل.

د چين د ايکولوژۍ او چاپيريال وزير هوانګ ژون چيو دغې غونډې ته وينا کې وويل، چې چين د دې غونډې کوربه هېواد دی او غواړي، چې د بريکس له هېوادونو سره د ورخلاصون، ټولشموليت او همکارۍ روحيې ته پراختيا ورکړي، د څواړخيزم د ساتنې لپاره ګډې هڅې وکړي، د اقليمي بدلون ضد د ملګرو ملتونو چوکاټي تړون او پاريس تړون په بشپړه توګه عملي کړي او د اقليمي چارو د ادارې په برخه کې د ګډو ګټو او عدالت په بڼه نړيوال سيستم جوړ کړي. نوموړي ګډونوالو ته د چين د اقليمي تګلارو او اقداماتو په اړه معلومات هم ورکړل.

په دغه غونډه کې د اقليمي بدلون ضد د بريکس هېوادونو د عالي ربته غونډې ګډه اعلاميه تصويب شوه.