د پېښور پر يوه جومات د ځانمرګي بريد طرحه کوونکی ووژل شو
CMG2022/05/15 11:24:46
شريکول:

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ځواک د مې میاشتي پر ۱۴مه نېټه ويلي، چې د دغه هېواد خيبر- پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې يې ۲ ترهګر وژلي او يو يې د پېښور پر يوه جومات د تېر مارچ د ځانمرګي بريد طرحه کوونکی و.

د تېر مارچ پر ۴مه نېټه په پېښور کې د شيعه ګانو پر يوه جومات د ځانمرګي بريد له امله ۶۲ تنه وژل شوي او نژدې ۲۰۰ تنه ټپيان وو.