په ملګرو ملتونو کې د روسيې دايمي استازي واسيلي نيبنزيا وويل، چې روسيه به د بيولوژيکو وسلو د ممنوعيت تړون د پنځمې او شپږمې مادې له مخې ټاکل شوي ميکانيزم پيل کړي او په اوکراين کې به د امريکا د پوځي عملياتو په اړه پلټنې تر سره کړي.
نوموړي وويل، چې روسيې ډېر زيات اړوند معلومات تر لاسه کړي او ورڅخه دا ښودل شوي چې امريکا او اوکراين د بيولوژيکي وسلو له ممنوعيت تړون څخه سرغړونه کړې.
نوموړي زیاته کړه، چې له پلټنې وروسته به ملګرو ملتونو ته اړوند معلومات ورکړي.
د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې له پيل راهيسې، روسيې ډېر زیات هغه معلومات خپاره کړي، چې امريکا د بيولوژيکو وسلو له ممنوعیت تړون څخه سرغړونه کړې او په اوکراين کې پوځي عمليات تر سره کړي دي. دا معلوماتو او شواهدو د نړیوالې ټولنې ډېره زیاته پاملرنه جلب کړې.