د يو کمربند او يوې لارې په ګډې ابادۍ کې د چین همکاران ورځ تر بلې زیاتېږي
CMG2022/05/15 15:59:10
شريکول:

د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ لومړۍ سرمشريزه د ٢٠١٧م کال د مې له ۱۴مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د يادې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او يوه مهمه وينا يې وکړه.‌ هغه پر دې ټينګار وکړ چې د يو کمربند او يوې لارې طرحه بايد د سولې، سمسورتيا، ورخلاصون، نوښت او تمدن پر لارې جوړ شي. تر اوسه پورې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ لپاره د نړيوالو همکاريو پراخ ډګر جوړ شوی، چې د نړيوال اداري سیسټم د اصلاحاتو لپاره يې چيني پلان برابر کړی او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره یو روښانه عمل ګرځېدلی دی چې د نړیوالې ټولنې لخوا يې په پراخه کچه هرکلی شوی.

د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ لومړۍ سرمشریزه غونډه، چې پنځه کاله مخکې تر سره شوې وه، د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په چوکاټ کې د چين له خوا جوړه شوې تر ټولو لوړه او ستره نړيواله غونډه وه او موخه يې دا وه چې د همکاريو په اړه بحث وکړي، همکاریز ډګر جوړ کړي او د همکاريو پایلې شریکې کړي ترڅو د یو کمربند او یوې لارې له جوړولو څخه د ګډونوالو هېوادونو خلکو ته ګټه ورسیږي.

شي جين پينګ د نوموړې سرمشريزې په پرانيستونکو مراسمو کې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ د پرمخبيولو تر سرليک لاندې وينا وکړه او و يې وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې ابادي د ورېښمو د لارې په تاريخي خاوره کې ريښې لري او اسيا، اروپا، افريقا او امريکا ټول د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو په نړيوالوهمکاريو کې همکاران دي.د یو کمربند او یوې لارې د ابادۍ چارې به د ټولو ګډونوالو د تر بحثونو لاندې تر سره شي او لاسته راوړنې به يې له ټولو ګډونوالو سره شریکې شي.

د نړيوال بانک د اړوند راپور له مخې، امکان شته چې تر ۲۰۳۰م کال پورې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ له لارې په ګردې نړۍ کې ۷،۶ ميليونه وګړي له مطلقې بې وزلۍ او ۳۲ ميليونه وګړي د منځنۍ کچې له بې وزلۍ څخه وژغورل شي. یو کمربند او یوه لاره به د انسانانو د ګډې سمسورتیا په هڅولو کې مهم رول ولوبوي.

بنګله دېش د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د ۲۱مې پېړۍ د ورېښمو د سمندري لارې په تقاطع کې موقعيت لري او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ مهم ګډون کوونکی هېواد دی. په چين کې د بنګله دېش سفيرمحبوب الزمان وويل، د يو کمربند او يوې لارې وړاندیز په واقعي توګه د همکارۍ پر بنسټ‌ د ګډو ګټو د تر لاسه کولو مفکوره څرګنده کړې او هر ګډونوال ترې ګټې اخيستلی شي.

د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد د پلي کېدو له ۸ کلونو راهیسې، د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي. د وبا او نورو عواملو له منفي اغېزو سره سره، د يو کمربند او يوې لارې ګډې ابادۍ لاهم ښه پرمختګ کړی دی.

د ۲۰۲۱ کال تر پایه پورې، چين له ۱۴۷ هېوادونو او ۳۲ نړيوالو سازمانونو سره د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په اړه د همکاريو څه دپاسه ۲۰۰ سندونه لاسليک کړي او د يو کمربند او يوې لارې په ګډې ابادۍ کې د همکارانو شمېر په زياتېدو دی. لکه څنګه چې د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ په دوهمه سرمشریزه کې وويل، د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ لپاره زموږ ښه همکاراناو ملګري ورځ 

تر بلې زياتېږي، د همکاريو کيفيت ورځ تر بلې لوړېږي او د پرمختګ امکانات ورځ تر بلې ښه کیږي.